د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د بېساري قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي مسولو چارواکو یې تر اوسه مخه نه ده نیولې. د کرنې او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري د صادراتو او تولیداتو پراختیا په غونډه کې وویل، د ځنګلونو پرې کول او د پستې او جلغوزیو قاچاق دیاد وزارت عمده ګواښونه دي. نوموړی وایي، د خلکو او حکومت تر منځ ګډون د هېواد د اقتصادي ودې پراخېدو لامل کېږي. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، هر کال ۲۳ زره ټنه جلغوزي او پسته تولیدېږي، چې یوازې ۱۶۰۰ ټنه صادرېږي او پاتې نور ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.