له هغه وروسته چې خلکو د کندهار ښاروالۍ د خدماتي او پرمختیايي چارو له ټکني حالته شکایت وکړ، دغې ادارې په کندهار ښار کې د ځینو سړکونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
په دې لړ کې یو هم د کندهار ښار د علامه حبیبي واټ دی چې د جوړولو قرارداد یې یونیم کال مخکې شوی و، خو کار یې نیمګړی پاتې و.
د کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات رسنیو ته ویلي، د دغه سړک جوړولو کار د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت د اوبو د پایپونو او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د مزو غځولو له امله ځنډېدلی و.
د دغه سړک پر جوړولو ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې ورکول کېږي.
دغه واټ چې مخکې یې ۱۸ متره عرض درلود، د ښاروالۍ له خوا د ملکیتونو تر استملاک وروسته، د ۴۰ متره په اندازه پراخ شو.