پاکستاني چارواکي وايي وروسته له دې چې د تورخم دروازې د ۲۴ساعته پرانیستلو امر شوی نو له افغانستان سره یې سوداګري ډېره شوې ده. ددوی په خبره اوس افغانستان ته د تېر په پرتله ډېر سوداګریز توکي صادروي او د وخت له ضایع کېدو مخنیوی کېږي. څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امر وکړ، چې د تورخم دروازه دې تر دې وروسته ۲۴ ساعته د تګ راتګ پرمخ پرانیستې وي. دمګړی دغه دروازه ۲۴ ساعته پرانیستې وي خو لا هم پاکستانی لوری وخت ناوخت افغان سوداګرو ته د تګ راتګ پر مهال ستونزې او خنډونه جوړوي. افغانستان منځنۍ اسیا ته د توکو د لېږد لپاره د پاکستان ښه لاره ده او زرګونه موټر یې له دې لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځي.