د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، د کرنې وزير دغه ولايت ته تېره ورځ د سفر پر مهال د يو ميلیارد افغانيو په لګښت، شاوخوا دېرش کرنيزې پروژې پرانيستې.
د دوی په خبره، په ننګرهار کې د پرانيستل شوو پروژو له ډلې د CBARD پروژې له لوري د دغه ولايت په خوګیاڼو، شېرزادو، کوټ، رودات، چپرهار او اچین ولسوالیو کې د ښځو لپاره د ۲۳۰ کوچنیو شنو خونو جوړول دي، چې ټولټال پرې ١٩ ميليونه او ۵۰ زره افغانۍ لګښت کېږي.
دوی وايي، د ننګرهار د وترنرۍ کمپلکس لپاره د پنځو ميليونو او ١٨٠زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ودانۍ هم ګټې اخيستې ته سپارل شوې، چې اووه خونې، يو د غونډو تالار او نور اړوند ځايونه هم لري.
د دوی په خبره، له دغو پروژو یې موخه په دغه ولایت کې د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول او تر ډېره د هغوی اقتصادي ستونزو ته رسېدنه ده.