برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندوز حوزې او غوري برېښنا په سيمو کې انجنيرانو ته اجازه ورکړل شوې څو د برېښنا د تخريب شوو پايو د ترميم لپاره کار وکړي. خبرپاڼه کې راغلي چې تر نن ماښامه به ١٥٠ ميګاواټه برېښنا په بېړنۍ توګه وصل شي. په ورته وخت کې د بغلان سيمه ييز حکومتي چارواکي وايي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب د وارداتي برېښنا د پرې شويو مزو د بېرته نښلولو هڅې یې پیل کړې دي. د یاد ولایت د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلوميار ويلي چې د سيمې يو شمېر قومي مشرانو د برېښنا د بېرته وصلولو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي او تمه ده ژر د پرې شویو مزو د بېرته وصلولو کار پیل شي.