د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ١٨ ميليونو افغانيو په لګښت يو سربند چې د ۱۷ زره هکټاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري، له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.
په دې تړاو نیول شوو مراسمو ته د هلمند مرستيال والي مجاهدالله صفاري ويلي چې دغه سربند د ناوې ولسوالۍ په شملان سيمه کې جوړ شوى دى.
ده ويلي چې د دغه سربند پر جوړېدو څه باندې ١٨ ميليونه افغانۍ لګول شوې او چارې يې د يو کال په موده کې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، له دغه سربنده ١٧زره هکټاره ځمکه خړوبېږي چې څه باندې ٦٦ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
هغه زياته کړې: «دا يو مهم سربند دى، ګڼو کروندګرو ته به په اساسي ډول اوبه رسېږي او ترڅنګ به يې د اوبو د بېځايه مصرف مخه هم نيول کېږي».