د میدان وردګو ولایت په ګډون، په یوولسو ولایتونو کې د ۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د کرنې په برخه کې د بڼوالۍ ځنځيروي ارزښت د ودې سکتوري پروژه رسماً په یاد ولایت کې پیل شوه.
د یادې پروژې د مسوولینو په خبره، دغه شپږ کلنه پروژه په دوو عمده برخو له کرنیزو سوداګرو او بزګرانو سره ۸۰ سلنه بلاعوضه مرسته کوي، چې په هغه کې د میو پروسس، بڼوالي، بازار موندنه، بسته بندي، سړې خونې، زیربنايي پروژې، تولیدات، د میوو ذخیره کولو او په ټولو اړوندو برخو کې له بزګرانو او کرنیزو سوداګرو سره مرسته کول شامل دي.
د یادې پروژې مسوول ښاغلي رائد زیاته کړې: «د دغې پروژې اصلي موخې، انډولیز پرمختګ، ثبات، کاري موکې پیدا کول او په ځان بسیاینه ده».