د بامیانو د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د تیر کال په پرتله، شاوخوا لس زره ټنه زیات کچالو تولید شوي دي.
د دغه ولایت د چارواکو په خبره، په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۱۷۰ زره ټنه کچالو تولید شوي، چې د تیر لمریز کال پرتله د کچالو په حاصلاتو کې تر لسو زرو ټنو پورې زیاتوالی ښيي.
تیر کال په دغه ولایت کې وچکالي وه، چې له امله یې بزګرانو د شاوخوا ۱۶۰ زرو ټنو کچالو حاصل اخیستی و.
د دغه ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال د تیر کال په پرتله د کچالو د خرڅلاو بازار هم ښه دی او اوسمهال یو من کچالو تر سلو افغانیو پورې پلورل کېږي، تیر کال دا اندازه کچالو تر اتیا افغانیو پورې پلورل کیدل.