د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو او ناوړه پیښو په پام کې نیولو سره د آلمان له حکومت څخه غوښتي چې افغان پناه غوښتونکي دې هېواد ته اخراج نه کړي. اعلامیه کې راغلي چې د جګړې اړخونه د یو بل پر وړاندې شدید او پراخ اقدامات کوي او د ملکي وګړو وضعیت ته پام نه کیږي. دې سازمان په خپله اعلامیه کې د پروان، زابل، هلمند او ننګرهار پېښو ته اشاره کړې ده. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر ۲۶۲ زرو ډیر افغانان په دې هېواد کې بېځایه شوي دي. پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام اندیښنه ښيي او د جګړې په ښکیلو خواوو د وګړو د خوندیتابه غږ کوي.