د خوست په ملکي روغتون کې د ۲۸ ميليونو افغانيو په لګښت، جوړې شوې څلور انتظارخونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د خوست والي محمد حليم فدايي پژواک ته ويلي، د دې خونو په جوړېدو سره هغو پايوازانو ته د سرپناه زمينه برابره شوې، چې له ناروغانو سره به یې په بسترخونو کې يو ځای شپې تېرولې.
د نوموړي په خبره، يادې انتظارخونې چې ښځې او سړي دواړه ترې ګټه اخيستلی شي، په عصري او مجهز ډول جوړې شوې دي.
په ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري پژواک ته ويلي، مخکې له دې پايوازانو د لرګیو له تختو جوړې يوې وړې کوټې څخه ګټه اخيسته چې اصلاً مناسب ځای نه و.
په همدې حال کې د خوست په ملکي روغتون کې د ناروغانو پايوازان هم وايي چې مخکې له دې يې د ناستې او شپې تېرولو لپاره مناسب ځای نه درلود، خو اوس يې دا ستونزه حل شوې ده.