په خوست کې د ٨٢،٥ میلیونو افغانيو په لګښت، د ۱۲ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې.
د ښوونځيو دغه ودانۍ د خوست په څلورو بېلابېلو ولسواليو دومنده، تڼي، ځاځي ميدان او سپېره کې جوړيږي.
ولايتي چارواکو په همدې تړاو د دوه منده په ولسوالۍ کې جوړو شويو مراسمو ته وويل، چې د يادو ۱۲ ودانيو ترڅنګ، د شپږو نورو د ترميم چارې هم پيل شوې دي.
د دغه ولایت د کليو پراختيا او بيارغونې رييس عاشق الله اخلاص يار پژواک ته ويلي، اړتيا ته په کتو به د خوست په نورو سيمو کې هم د زده کوونکو د سرپنا لپاره د ودانيو جوړولو کارونه پيل شي.
د خوست د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ۱۱۰ ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.