د کرنې وزارت د ننګرهار ولایت د کامې، کوز کونړ او بهسودو ولسوالیو د کرنې د پراختیا په پار، د دغو ولسوالیو له ۱۱ پرمختیایي شوراګانو سره د نږدې لسو میلیونو افغانیو په ارزښت د شنوخونو، سربندونو او کانالونو جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د دغه ولایت د چارواکو په خبره، په یادو پروژو کې د څلورو میلیونو او ۳۱۲ زرو افغانیو په ارزښت، د اوو لویو سوداګریزو شنو خونو جوړول هم شامل دي، چې هره یوه یې ۳۰۱ متر مربع ده او د ۲۱ بزګرو له لوري به ترې په موسمي حاصلاتو کې ګټه واخیستل شي. هغه زیاته کړې چې د دغو پروژو په ډله کې د څلورو میلیونو او ۴۸۷ زرو افغانیو په لګښت، د ۱۳کانالونو او سربندونو جوړول هم شامل دي، چې په جوړیدو سره به یې ۵۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول ګټه ورسیږي او دوه زره جریبه ځمکې ته به په منظم ډول اوبه ورکړل شي.