د افغانستان بانک مسوولینو ویلي؛ توانیدلي چې د پیسو نړیوال صندوق ټاکلو موخو ته ورسیږي او د دغه بنسټ په نړیواله ناسته کې د ګډون لپاره چمتو شي. د افغانستان بانک سرپرست وحید الله نوشېر ويلي، چې په روانه اوونۍ کې به د افغانستان بانک او ماليې وزارت ګډ پلاوی امریکا ته د آی اېم اف په نړیواله کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي. نوشېر وایي، دوی باوري دي چې په دې ناسته کې به د افغانستان حکومت وکولی شي د حکومت مالي بنسټونو راپور په بریالیتوب سره وړاندې او هغه شرایط، چې ورکړل شوي وه هغه یې بشپړ کړي دي. اقتصادي کارپوهان وايي، چې د آی اېم اف په نړیواله کلنۍ غونډه کې د افغانستان حضور خورا ښه او د هېواد مالي بنسټونه باید د پیسو د نړیوال صندوق ورکړل شوې موخې پوره کړي.