د پوهنې وزير محمد ميرويس بلخي وايي، وزارت يې په په پام کې لري چې له دې وروسته ښوونکو ته د ځمکو پر ځای يو یو اپارتمان ورکړي.
د بلخي په خبره، سره له دې چې ښوونکو ته شاوخوا ۹۲ زره جريبه ځمګه وېشل شوې، خو بيا هم د ښوونکو ستونزه نه ده هواره شوې.
بلخي زیاتوي چې د ښوونکو لپاره د دغه وزارت لخوا يو صندوق رامنځته شوی، څو ښوونکي وکولی شي له دغه صندوقه قرضه تر لاسه کړي.
د بلخي په خبره، د ښوونکو د ظرفيت په برخه کې هم کار کوي او نور به دوولسم پاس کسان د ښوونکي په توګه ونه ګومارل شي. څوارلسم پاس ښوونکي به د ظرفيت لوړولو کورسونو ته معرفي شي، څو يې وړتيا لوړه شي.
د پوهنې وزير وايي، سږ کال به شاوخوا ۲۰ زره څوارلسم پاس ښوونکي د نورو لوړو زده کړو لپاره لېسانس ته معرفي شي.