کندهار چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى، دا مهال د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هڅې پکې ګړندۍ شوې دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی. په کندهار کې له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت را رسېدلى او دلته د شته لسګونو فارمونو د مچیو حاصل د نورو کلونو په پرتله زیات ښودل شوی دی.
په کندهار کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد له نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ کندهار ته راوړې دي چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه شات تر لاسه کړي.
د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرودونکي لري.