کندهار باغ لرونکي او سوداګر وايي، پاکستان له کندهاره د مېوې پر صادراتو درې برابره مالیه لوړه کړې چې دوی یې سخت زیانمن کړي دي. د کندهار د شاولیکوټ، ارغنداب، دامان او ډنډ ولسوالیو بڼوال او د تازه مېوې سوداګر له دغه وضعیت شکایت کوي. بڼوال وايي، پخوا پاکستان پر یوه موټر تازه مېوه ۸۲ زره پاکستانۍ کلدارې مالیه اخیسته خو اوس ۲۴۲ زره پاکستانۍ کلدارې اخلي چې د پخوانۍ مالیې درې برابره کېږي. دوی وايي، دغې چارې هم بڼوال او هم په خپله د تازه مېوې سوداګر سخت زیانمن کړي دي. په کندهار کې د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر وايي، د لوړې مالیې په ورکولو باغ لرونکي او سوداګر نه شي کولای د مېوو صادراتو ته دوام ورکړي. د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب وايي، بڼوالو او سوداګرو په دې اړه دوی ته شکایتونه کړي او دوی هم لاس په کار شوي دي. دی وايي، ډېر ژر به دغه ستونزه له مرکزي ادارې سره شریکه کړي څو هغوی یې د هواري په موخه له پاکستاني مقاماتو سره خبرې وکړي.