د کرنې وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار، دا ځل د خوست ولایت په دوو ولسوالیو «ګربز او ځاځي میدان) کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت، ۲۵۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو د کورنيو فارمونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
د خوست د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري په خبره، د دې پروګرام په لړ کې د خوست ولایت د ګربزو او ځاځي میدان ولسوالیو ۲۵۰ بېوزله کورنیو ته سل قطعهیي نیمه سوداګریز د هګیو چرګانو فارمونه جوړېږي او د دې ترڅنګ، هرې کورنۍ ته سل نسلي چرګان، ۶۰۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکي توکي، واکسین او نور اړین توکي ورکول کیږي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دغو ۲۵۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي ځواکمنتیا په پار، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په مرسته دا پروسه پيل شوې ده.