د راپورونو له مخې ایراني چارواکو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له زویر سید حسین عالمي بلخي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د نورو ګڼو مسایلو تر څنګ د افغان کډوالو پر بیا ستنېدنه او اوسني وضعیت بحثونه شوي دي. ایراني چارواکو ویلي چې دوی په ایران کې له کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کوي او تر څنګ یې نړیوالو بنسټونو ته اجازه ورکوي چې له دغه کډوالو سره همکاري وکړي. دوی ټینګار کړی چې افغان کډوال باید په تدریجي توګه له ایران ستانه شي. افغان چارواکو هم ویلي چې له ایران د کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې او په دې برخه کې به همکاري هم ډېرېږي. ایران داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د بشري حقونو د فعالینو له نظره دغه هېواد له افغان کډوالو سره په خورا ناوړه چلند تورن دی.