جاپان د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لارې په افغانستان کې له ۱۷۳ زرو اړو کسانو سره د ۲.۷ ميلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت، د خوراکي توکو مرسته کوي.
په کابل کې د جاپان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې به د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا د طبیعي او انساني افتونو له ځپل شوو څه باندې ۱۷۳ زرو وګړو سره په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې وشي.
په کابل کې د جاپان سفارت شارژدافیر تاکاهاشي وایي، افغانان طبیعي افتونو لکه وچکالۍ او سېلاب ځپلي چې مرستو ته شدیده اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د نړیوال خوراکي پروګرام استازی میلیسیج وايي، د یادو پیسو پر مټ به پر اړو او د جګړو او طبیعي پېښو له امله بېځایه شوو کورنیو ته د دوو میاشتو لپاره اوړه، غوړي، حبوبات، مالګه او د کوچنیانو لپاره ځانګړي مغذي خواړه ووېشل شي.