د پکتیکا د زیړوک، ګیان، نکه، برمل، ارګون او ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې له ډېرې مودې راهیسې د شنو ځنګلونو وهل دوام لري او حکومت یې د مخنیوي لپاره تر اوسه هیڅ اقدام نه دی کړی. د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د اړوندو سيمو يو شمېر قومي زورواکي او خلک د ځنګلونو شنې ونې وهي او بيا يې د سون لرګیو په بڼه په بازار کې پلوري. دوی دغه راز زیاتوي، په یادو ټولو ولسوالیو کې په ښکاره شنې ونې وهل کېږي او بیا د نورو ولایتونو ترڅنګ پاکستان ته هم وړل کېږي. په ورته وخت کې د پکتیکا د کرنې رياست سرپرست صوبت رحيمي هم مني چې د ځینو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې ځنګلونه پر خپل سر وهل کېږي خو زیاتوي چې د دغه کار د مخنیوي لپاره به له ټولو ممکنه لارو کار واخيستل شي. د ویلو ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسي په یاد ولایت کې په دې تړاو د خلکو شکایتونه د رسنیو له لارې خپرېږي خو حکومت یې د مخنیوي لپاره تر اوسه هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.