د مالیې وزارت وايي د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل د اکتوبر تر اوومې پورې یې ۱۴۴ میلیارده افغانۍ مالیات راټول کړي دي. د دغه وزارت د مطبوعاتو رییس او ویاند شمروزخان مسجدي ویلي، په ۲۰۱۹ کال کې د تېر ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتله دغه وزارت لس میلیارده افغانۍ زیاته مالیه راټوله کړې ده. د پیسو نړیوال وجهې صندوق په روان کال کې د افغانستان لپاره د پیسو د راټولولو هدف ۱۹۵ میلیارده افغانۍ اټکل کړی دی. سږ کال په افغانستان کې ټاکنیزو هلو ځلو له امله په کمه کچه د عوایدو د راټولیدو تمه کېدله. خو د مالیې وزارت چارواکي وايي هڅه کوي، چې د تېرکال په پرتله سږ کال د عوایدو کچه لوړه لوړه کړي.