د کابلبانک یوه پوروړي خلیل الله فیروزي نږدې نیمايي پورونه پرې کړي دي. د کابل بانک د تصفیې کمېټې د ولسمشر غني په مشرۍ ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د کابلبانک د پورونو د ټولونې او تصفیې پر پرمختګ بحثونه شوي دي. د کمېټې غړو له پوروړو د پورونو د ترلاسه کولو د کاري پرمختګ په اړه خپل راپور وړاندې کړی او په وینا یې په تېرو ۱۶ میاشتو کې یې د ۱۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوروړو جایدادونه د مالیې وزارت ته لېږدولي دي. همدا راز د ۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د جایدادونو د لېږد بهیر روان دی. کمېټې ویلي چې د کابلبانک یوه پوروړوي خلیل الله فیروزي خپل ۱۴ میلیونه ډالر پور پرې کړی دی او د ۱۸ میلیونه ډالره پور د پرې کولو بهیر روان دی. خلیل الله فیروزي د کابلبانک له سترو پوروړو دی چې له ډېرې مودې راهیسې په زندان کې و، خو تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له زندانه ازاد شو او اوس په خپل کور کې نظربند دی.