د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر شاهین مصطفی یوف ویلي چې تېر کال د افغانستان او اذربایجان ترمنځ سوداګرۍ دېرش سلنه وده کړې ده او روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د سوداګریزې پراختیا کچه ۲۳ سلنه وه. د نوموړي په خبره دواړه هېوادونه هڅه کوي چې ښې سوداګریزې اړیکې ولري او په دې برخه کې پر لا اسانتیا کار کوي. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په هغه غونډه کې کړې چې د افغان محصولاتو د یوه نندارتون د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې وه. په دغه نندارتون کې به د افغان سوداګرو څلوېښت غرفې ډول ډول تولیدات نندارې ته اېږدي.