نړيوال بانک له افغانستان سره د ۹۸.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت د مالي مرستو يوه نوې ټولګه منظوره کړې ده. د یاد بانک له خوا په خپرې شوې خپرپاڼه کې راغلي، دا پېسې به د انرژۍ، پور او له طبيعي ګازه د انرژي د توليد د دوو پروژو د اړتيا وړ امکاناتو پر برابرولو ولګول شي. خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژو هدف له کورنیو منابعو د انرژي د توليد کچې لوړول او د افغانستان د انرژۍ پر سکټور د خصوصي پانګونو هڅول دي. په افغانستان کې د نړيوال بانک رييس هنري کرالي ويلي، افغانستان برېښنا ته بې کچې زياته اړتيا لري او د مالي مرستو دا نوې ټولګه به د ودې او پراختيا په لار کې يو ستر ګام وي. هغه زياته کړې، د انرژي د بیلابیلو منابعو په رامنځته کولو به لا ډېر افغانان له ډاډمنې ښاري برېښنا برخمن شي او دغه راز به ورسره د بې روزګارۍ کچه هم راټیټه شي.