د هلمند د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د مالدارۍ د پراختیا او د مالدارو کورنیو د ملاتړ او له دوی سره د مرستې په پار، داځل د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه، ناوې، ګرمسېر، نهرسراج او ناد علي ولسوالیو پر ۶۰۰ مالدارانو د مالدارۍ اړوند توکي ووېشل.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، په دغو وېشل شویو توکو کې د څارویو د خوراکي توکو په ګډون، نور هغه اړین توکي شامل وو چې په یادو ولسوالیو کې د مالدارۍ د پرمختیا په موخه، پر دغو مالدارانو وېشل شوي دي.
د هلمند د کرنې اداره هلې ځلې کوي، چې هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د زونوس «د څارویو او انسانانو ترمنځ ګډه ناروغي» او کانګو تبې ناروغیو مخنیوي په پار، کوچیانو او مالدارو ته عامه پوهاوی ورکړي.