د افغانستان د قرهقل پوستکي اداره وايي، اسیايي هېوادونو ته د قرهقل صادارت مخ په زیاتېدو دي.
د دې ادارې مدیر محمد عارف پرون ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې اروپايي هېوادونو ته هم صادرات پیل کړي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ د تېر کال تر پایه منځنۍ اسیا ته ۲۹۵۸۰ جلده د قرهقل پوستکي صادرات درلودل، خو سږ کال چې یوه ربع یې پاتې ده، موږ ۲۴۶۷۰جلده صادر کړي چې شاید سږ کال صادرات د تېر کاله په پرتله نږدې پنځوس سلنه لوړ شي».
دی وايي، اوسمهال یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونو او پنلنډ ته د افغانستان قرهقل صادرېږي.
د افغانستان د قرهقل د پوستکې ادارې تېر کال د دغه پوستکي د نړیوال فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړ او اوسمهال د نړیوال غړیتوب د اصولو پوره کولو پر چارو بوخته ده.