د افغانستان له شمالي ولایت بلخ سوداګرو خپله میلیونونه ډالر پانګه ګاونډیو هېوادونو ته لېږدولې ده. د راپورونو له مخې تر ۲۰۱۴ز کال پورې د مزار شریف ښار په صنعتي پارک کې تر ۳۰۰ پورې فابریکو فعالیت درلود خو اوس دغه شمېر یوازې ۷۰ فابریکو ته را ټيټ شوی دی. فعالې فابریکې هم د کارو بار له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې د کارکوونکو او تولید شمېر یې په ځلونو راټيټ شوی دی او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونو رییس آرش یونسي وایي له ۲۰۱۴ کار را پدېخوا سوداګرو خپله میلیونونه ډالر پانګه له دې ولایت ایستلې او تر ډېره یې ګاونډي هېواد ازبکستان ته لېږدولې ده. د یونسي په وینا یوازې تېر کال نږدې ۲۰۰ فابریکې په مزار شریف ښار کې تړل شوې دي. نوموړي ددغه کار ستر لامل د حکومت ناسم سیاستونه او نا امني ښيي. دده په خبره حکومت نه دی بریالی شوی چې پانګه وال وهڅوي، سم سیاستونه او تګلارې ورته جوړې کړي او د پانګه والو ستونزې هوارې کړي.