د کډوالۍ نړیوال سازمان او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ، بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو ته د رسېدنې په موخه، د دېرشو میلیونو ډالرو مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د افغانستان مالیې وزارت له ٥٢ زره بېځایه شوو کورنیو سره د مرستو توان نه لري، مالیې وزارت دمګړۍ یوازې د ١٥ زرو کورنیو لپاره بودجه لري او پاتې ٣٧ زره کورنۍ د بودجې له نشتون سره مخ دي.
د کډوالو چارو وزیر وړاندیز وکړ چې له ٤٢ زرو اړو کورنیو سره دې ژر تر ژره ژمنۍ مرستې وشي، څو بېرته خپلو اصلي مېنو ته د هغو په لېږد کې مرسته وکړي .
بلخي وویل، تر اوسه په ٢٠١٩ ز کال کې د بېځایه شوو کسانو شمېر ٤٩٥٠٩٦ تنو ته رسېږي چې ١٩٨٢٣٣ یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.