هندي چارواکو ویلي چې راتلونکې میاشت به د هند د مرسته شوو غنمو بېړۍ له هند حرکت وکړي او چابهار بندر ته به ورسېږي. د سرچینې په خبره دا له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د هند د مرستو دوام دی. هند ویلي ۷۵زره متریک ټنه غنم به په افغانستان کې له سیلاب ځپلو، د طبعي پېښو له زیانمنو کورنیو، بېوزلو او نورو سره د مرستې په پروګرامونو کې وویشل شي. هند تر دې وړاندې د چابهار بندر له پرانیستې سره سم ۱۱ میلیونه ټنه غنم مرسته کړې وه. په کابل کې د هند سفیر هم ویلي چې له افغانستان سره به د هند بشردوستانه مرستې دوام کوي او هڅه کېږي چې ددغه مرستو لړۍ بېلو برخو ته وغځول شي.