په واشنګټن کې د سیمه ییزې همکارۍ په اړه د نړیوال بانک، افغانستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان پنځه اړخیزه غونډه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې په سیمه کې د انرژۍ د تولید، سوداګریزو همکاریو، ترانزیت، د انرژۍ د لېږد، بندرونو ته د لاسرسي او په سیمه کې د موجودو فرصتونو په اړه خبرې شوې دي. د نړیوال بانک چارواکو ویلي چې افغانستان باید د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ پر مرکز بدل شي، چې ورسره سم به په سیمه کې ډېرو پرمختګونو ته لار هواره شي. په دې غونډه کې ویل شوي چې د افغانستان له لارې د جنوبي او مرکزي اسیا اتصال او دغه راز ددغه هېواد له خاورې د انرژۍ او سوداګریزو توکو ترانزیت د ټولې سیمې په ګټه دی او په دې اړه باید پراخ کارونه وشي. د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و وايي، هېواد یې تیار دی چې په دې اړه همکاري وکړي او غوښتنه یې کړې چې د سیمه ییزو همکاریو لپاره هڅې پراخې کړل شي.