د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د جلغوزو د غوټو سپړلو پر وخت سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي او له همدې امله خلک ورته خوښ دي.
دوی وایي، هر کال د مني په موسم کې د سوېل ختيځو ولايتونو د ځنګلونو جلغوزي خوست ولايت ته راوړل کېږي؛ ځکه چې د دوی په خبره، د دې ځای هوا نسبتآً توده ده.
دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لور ته، اداري کمپلېکس ته څېرمه په يوه تش ډاګ کې اچول کېږي، څو غوټې يې د لمر په وسيله ښې وچې شي او جلغوزي په اسانه ترې را و ایستل شي.
د چارواکو په خبره، په دې سره سلګونو بېوزلو ښځو، سړیو او ماشومانو ته هم دا موکه په لاس ورځي چې د ژمي لپاره د سون توکي برابر کړي.
هغوی د جلغوزو سپړلو په بدل کې تشې شوې غوټې د سون توکو په توګه خپلو کورونو ته وړي.