د کانونو او پټرولیم وزارت د غزني د زرکشان د مسو او طلا کانونه داوطلبۍ ته سپاري.
د دغه وزارت ویاند سیحون کامګار پرون ازادي راډيو ته وویل، لومړیتوب به هغه شرکت ته ورکړل شي چې لومړی اقدام وکړي.
دی وایي: “پروسه داسې ده چې شرکتونه په داوطلبۍ کې ګډون کوي او تر ټولو غوره داوطلب سره مذاکرات او ورپسې قرارداد کېږي.”
د کانونو وزارت وايي، د غزني په زرکشان کان کې د ۳۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت، د طلا او مسو زېرمې موجودې دي چې تر اوسه په مسلکي ډول نه دي ایستل شوې. د یاد وزارت په خبره، هڅه به یې دا وي چې په ښه او مسلکي ډول دغه کانونه را وباسي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، دا خصوصي سکټور ته هم یو ښه فرصت دی، څو په دغه برخه کې پانګونه وکړي.