د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست ويلي، حکومت د مڼو له سوداګرو سره یو هوکړ لاسلیک کړی چې له مخې به یې د دغه ولایت له بڼوالو مڼې وپېرل شي.
د دغه ولایت د کرنې رییس ولید احمد تسل ازادي راډیو ته ویلي، د وردګو مڼې به د دولتي ادارو د خوړو په مینو کې د بهرنیو مېوو پر ځای په پام کې نیول کېږي.
هغه ویلي، سږ کال په میدان وردګو کې د مڼو حاصلات زیات وو او په تخمیني ډول یې د حاصل اندازه نږدې ۱۲۰ زره ټنه وه.
تسل زیاته کړې، دوی هڅه کوي چې له نورو لارو په ګټه اخیستو هم د مڼو د خرابېدو مخه ونیسي او بازار ورته پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په ځلونو د دغه ولایت کروندګرو او بڼوالو شکایت کړی چې مڼو او نورو تازه مېوو ته یې حکومت بازار نه شي پیدا کولای.