د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» لهخوا د بېوزله کورنیو د ملاتړ په لړ کې، دا ځل د لوګر ولایت مرکز پل علم او د دغه ولایت په برکي برک او محمدآغې ولسوالیو کې، د ۲۵۰ بېوزله کورنیو لپاره د هګیو چرګانو ۱۰۰ قطعه یې فارمونه جوړ شول. د لوګر د کرنې ریاست په خبره، د دې ترڅنګ د یاد ولایت ۵۰ نورو کورنیو ته د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰۰ قطعه یي نیمه سوداګریز فارمونه هم جوړ شوي دي.
د لوګر د کرنې ریاست چارواکي وایي، پر دغو ۲۵۰ بېوزله کورنیو ۲۵ زره قطعې د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي، واکسینونه، درمل او نور اړین توکي وېشل شوي دي. د دوی په خبره، د لوګر په مرکز پل علم او ددې ولایت په برکي برک او محمدآغې ولسوالیو کې د۲۵۰ بېوزله کورنیو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ د هګیو چرګان، د چرګانو ۶۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي هم ورکړل شوي دي.