د جاپان د بین المللي همکاریو اداره یا جایکا وایي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. ددغه ادارې مشر په جاپان کې له ولسمشر غني سره کتلي دي او ټینګار یې کړی چې له افغانستان سره د ظرفیتونو د لوړولو، کرنې د پراختیا او بیا رغونې په برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې جاپان د افغانستان ښه ملګری بللی دی او ددغه هېواد تجربې یې د افغانستان په پرمختګ کې خورا مهمې بللې دي. ده له جاپان غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بیا رغونې او اقتصادي ودې په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي. ولسمشر غني په افغانستان کې د جایکا د اوسنیو او راتلونکو انکشافي پروژو په اړه هم له جاپاني لوري سره خبرې کړې دي.