اذربایجان له افغانستان سره په بېلو برخو کې د همکاریو او اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر اېلمر محمد یاروف له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د انرژۍ، ترانیزیت، اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ډېروي. نوموړي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمد الله محب سره په پلازمینه باکو کې لیدلي دي او ددوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې هم ټینګار کړی دی. د ملي امنیت سلاکار هم د لاجوردو لارې او ټاپي پروژې په برخه کې د اذربایجان همکاري ستایلې ده او له دغه هېواد یې له افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو او همکارۍ له امله مننه کړې ده.