سویسي چارواکو پرېکړه کړې ده چې په یاد هېواد کې مېشت دوه سوه افغان کډوال به بېرته افغانستان ته راولېږي. د هېواد د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویاند باسط انصاري ویلي، دا پرېکړه په ترکیه کې د دواړو هېوادونو په یوه ګډه ناسته کې شوې ده. د سویس پلاوي یادې ناستې ته ویلي چې په یاد هېواد کې شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال مېشت دي چې ډېری هغو یې په یاد هېواد کې د اوسېدو جواز تر لاسه کړی دی او یو شمېر نور به یې په کمه موده کې قبول شي. هغه زیاته کړې، یو کم شمېر چې شاوخوا ۲۰۰ کسان کېږي باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه چې په وینا یې په یاد هېواد کې د نورو پناه غوښتونکو لپاره د اوس لپاره ځای نشته دی. هغه زیاته کړې، د بېرته ستنېدونکو کسانو لپاره یې نقدي مرستې هم په پام کې نیولې دي.