د پوهنې وزارت وايي، د روان لمريز کال په اوږدو کې عامو افغانانو له پوهنې وزارت سره څه باندې ٦٠٠ ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د ياد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته په ٢٠ ولايتونو کې عامو افغانانو په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د ځمکې د ورکړې په برخه کې کړې ده.
سرچينې زياته کړې، دا مرستې په خوست، دایکنډي، کاپیسا، میدان وردګو، سرپل، بامیانو، پنجشېر، سمنګانو، بادغیس، کندهار، بلخ، نیمروز، کابل، هلمند، جوزجان، لوګر، هرات ، پکتیکا او پکتیا ولايتونو کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې چې د څه باندې ۳۷۰ جریبه ځمکې ورکړه، د ښوونځیو بیارغونه، د درسي لوازمو ورکړه او نغدې پیسې په کې شاملې دي، د ښوونځیو د شوراګانو لخوا راټولې شوې دي.
د پوهنې وزارت ويلي، یادې مرستې د ښوونځیو له شوراګانو سره په همغږۍ، د پوهنې د مینه والو لخوا په شفاف ډول لګول شوې دي.