د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي حکومت اجازه نه ورکوي چې په ګمرکونو کې د فساد په اړه څېړنه وکړي او د دوی د کار مخه نیسي. دوی وایي په ګمرکونو کې میلیونونه ډالر فساد کېږي او ځينې حکومتي کړۍ مستقیما په دغه فساد کې لاس لري. د جرګې اداري هیت وایي چې په دې اړه یې یوه شپږ کسیزه ډله جوړه کړې وه خو حکومت دوی ته اجازه ور نه کړه چې د ګمرکونو له کارونو څارنه او پلټنه وکړي. د ولسي جرګې رییس مېر رحمان رحماني وایي ولسمشر پخپله ورته ویلي چې ګمرکونو ته دې وکیلان نه ورځي بلکې ټولې پوښتنې دې د مالیې له وزارت وکړي. د ولسي جرګې غړو ټینګار کړی چې حکومت باید د فساد پر وړاندې جدي ګامونه اوچت کړي.