د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېرو ۱۰ ورځو کې له دریو سوو ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي دي.
د دې خونې د پراختیا ریيس میر زمان پوپل پرون ازادي راډیو ته وویل، اوس د یوې کیلو جلغوزیو بیه د افغانستان په بازارونو کې ۲۵۰۰ افغانۍ او په نړیوالو بازارونو کې ۳۰ ډالر ده.
د ښاغلي میر زمان په خبره، چین ته د جلغوزیو صادرات له دې هېواد سره د هوايي دهلېز تر پرانيستې وروسته ښه شوي دي.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، چې د جلغوزیو بازار په هند، عربي متحده اماراتو او ځینو اروپايي هېوادونو کې هم د پام وړ ښه دی.
دوی وايي، که حکومت د دوی محصولاتو ته په وخت بازارونه پيدا کړي، د دوی اقتصادي ستونزې به تر ډېره ورسره راکمې شي.