د بلخ ولایت سوداګر شکایت کوي چې د کابل-مزار او مزار-جوزجان په لارو هم طالبان او هم پولیس له دوی باج او پیسې اخلي. د سوداګرو په خبره له همدې امله په دغه ولایت کې پانګونه کمه شوې ده او لسګونه سوداګر اړ شوي چې خپلې پانګې له دغه ولایت وباسي. له دې سره جوخت د طالبانو او پولیسو باجګیرۍ په مزار شریف او نورو ښارونو کې د توکو بیې لوړې کړې دي. د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونو مسوول آرش یونسي هم وایي چې پولیس او طالبان دواړه له دوی باج اخلي خو بڼه یې بدله ده. دده په خبره لسګونه سوداګر اړ شوي چې له همدې امله خپلې پانګې له دغه ولایت وباسي. هغه پر حکومت غږ وکړ چې غیر قانوني پوستې ټولې کړي او په دې توګه د سوداګرو او کاروباریانو له لارې دغه خنډونه پورته کړي.