د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکه له ریل ټایم سیسټم سره ونښلول شوه چې له مخې به يې د دې شبکې د کرېډېت کارت لس سلنه محصول په انلاين بڼه ثبتېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير محمد فهیم هاشمي پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته وویل، له شپږو میاشتو وروسته د ریل ټایم سیسټم چمتو او د سلام مخابراتي شبکه ورسره ونښلول شوه.
د نوموړي په خبره، له دغه سيسټم سره د سلام مخابراتي شبکې نښلول د لس سلنه مخابراتي لګښت ثبتولو په روڼوالي کې له دوى سره مرسته کوي.
هاشمي وايي، هڅه کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې ټولې خصوصي مخابراتي شبکې له یاد سیسټم سره ونښلول شي، څو په دغه برخه کې د خلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، که کومه مخابراتي شبکه ځان له دغه سيسټم سره وصل نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.