د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۲۲۷ میليونو افغانیو په لګښت، ۵۸ د اوبو کوچني بندونه جوړېږي او د هرات په انجیل کې د سیند غاړو پر استحکامي دېوالونو هم نهه میلیونه افغانۍ لګول کېږي.
د دغو پروژو تړونونه پرون په کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست وزیر محمدګل خُلمي او خصوصي شرکتونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شول.
محمدګل خُلمي وویل چې یاد بندونه د اوبو مهارولو، د سېلابونو د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه جوړېږي.
د نوموړي په خبره، له دغو کوچنیو بندونو لس په کاپیسا، اووه په بدخشان، شپږ په غور، شپږ په پروان، پنځه په میدان وردګو، څلور په بلخ، څلور په بامیانو او دری دری په پکتیا، نورستان، سمنګان او لغمان کې او دوه دوه په تخار او خوست ولایتونو کې جوړېږي.
نوموړي زیاته کړې چې د دغو بندونو په جوړېدو سره به چې ۲۷۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، په یادو ولایتونو کې شاوخوا شل زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.