د هند د اقتصاد وزیر وایي د افغانستان ددایمي ودې لپاره د چابهار بندر فعال ساتل مهم دي. د هند د اقتصاد وزیر نیرمالا سیتارمان د امریکا د خزانې له وزیر سره کتلي دي او له هغه یې غوښتي چې پر ایران په خپلو بندیزونو کې چابهار بندر شامل نه کړي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هندي لوري ویلي چې دغه بندر د هند او افغانستان لپاره خورا مهم دی او د افغانستان ددایمي ودې او پرمختګ لپاره باید فعال وساتل شي. سره له دې چې امریکا په بندیزونو کې ددغه بندر د نه شاملولو ژمنه کړې ده، خو هند وايي له امریکا سره په خبرو کې غواړي لا ډېر ډاډ تر لاسه کړي او په دغه بندر کې پانګونه ډاډمنه کړي. هندي چارواکي وايي چې دوی د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو په لټه کې دي نو ځکه په چابهار کې پانګونه د هند، افغانستان او ایران لپاره ډېر ارزښت لري.