د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د نورو مېوو ترڅنګ د املوکو بڼونو هم ښه پایله ورکړې ده.
د هلمند د کرنې ریاست له خوا د دغه ولایت په څېړنیز فارم کې تازه پر یوشمېر نویو نباتاتو څېړنې شوې وې، چې له دې ډلې د املوکو نیالګي هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي وو او وروسته د بزګرانو په واک کې ورکړل شوي چې اوس یې د بڼونو حاصلات د قناعت وړ دي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس زلمي الکو ویلي، دوی هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي لپاره بزګرانو ته مېوه لرونکي نیالګي ورکړي.
هغه ويلي، په همدې موخه د دغه ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو نیالګي اېښودل شوي او څېړنې ور باندې شوې دي.