د سمنګانو ولایت ځايي چارواکي وايي د کانونو د موجودیت له امله په دغه ولایت کې د طالبانو نفوذ ډېر شوی دی او دوی هڅه کوي چې لا ډېر وسله وال په دغه ولایت کې ځای پر ځای کړي. د سمنګانو د ولایتي شورا غړي وایي طالبان هره میاشت ۳۶ میلیونه افغانۍ د سکرو له موټرونو باج اخلي چې په کال کې ۴۳۲ میلیونه افغانۍ کېږي. د سمنګانو د ولایتي شورا رییس حاجي راز محمد وايي ددغه ولایت اتیا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده خو دوی کوښښ کوي خپل نفوذ نور هم پراخ کړي. دده په وینا ددوی ستره موخه دا ده، چې د دره صوف پر کانونو بشپړ کنټرول ولري او خپل عایدات لوړ کړي. د سمنګانو والي بدالطیف ابراهیمي هم وايي چې طالبان د ډبرو سکرو له موټرونو باج اخلي او هڅه کوي په دغه ولایت کې لا ډېرې سیمې تر کنټرول لاندې راولي.