المان له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړې دي، خو دا ځل یې افغان حکومت ته ددې مرستو د تر لاسه کولو لپاره ځینې شرایط هم ټاکلي دي. د المان د سوداګریزي همکارۍ او پراختیا وزارت مرستیال مارټین جیګر د افغانستان د مالیې وزارت له سرپرست همایون قیومي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانسان سره خپلو مرستو کې د ۷۲ میلیونه یورو په زیاتولو سره د دغو مرستو د دوام لپاره یو لړ شرایط لري. هغه زیاته کړې، که چېرته افغانستان هغه شرایط چې یاد هېواد ټاکلي دي پوره کړي نو خپلو مرستو کې به نور ډېروالی هم راولي. د افغانستان د مالیې وزارت له له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي، المان د خپلو مرستو د دوام لپاره له افغانستانه غوښتي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل تدابیر زیات او غوره حکومتولي ته وده ورکړي. بیان زیاتوي، که چېرته افغان حکومت دا شرایط پلي نه کړي نو د مالي مرستو د یوې برخې مخه نیول کېدلی شي.