د لوګر د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د پيازو حاصل ډېر شوی او په بازار کې هم په ښه بيه پلورل کېږي.
د لوګر د کرنې رييس عبدالله تسل پژواک ته ویلي، چې سږ کال د دغه ولايت په څه باندې ٨٦ زره جريبه ځمکه کې پياز کرل شوي وو، چې نږدې ٥٤ زره مټريک ټنه حاصلات ترې تر لاسه شوي دي.
هغه وايي: «سږ کال پيازو ښه حاصل ورکړی او په بازار کې هم په ښه بيه خرڅېږي، چې دهقانان ورته خوښ دي».
د تسل په خبره، دا مهال په لوګر کې يو من پياز له ١٢٠ تر ١٥٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.
تسل زیاتوي: «سږ کال موږ هم د پيازو د کر په برخه کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي او تر څنګ يې د ناروغيو د مخنيوي په برخه کې مو ورته سلا مشورې هم ورکړې دي».