د کرنې وزارت اټکل کوي چې په روان کال کې د زعفرانو د تولید کچه به د ۱۸ او ۲۰ ټنو ترمنځ وي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، چې په ۱۳۹۷ کال کې مجموعي تولیدات ۱۶ متریک ټنه وو، خو تمه ده چې سږکال د زعفرانو تولید له ۱۸-۲۰ ټنو ورسېږي. رستمي وايي چې که د افغانستان د زعفرانو تولید په همدې ډول دوام وکړي، نو تر ۱۴۰۰ لمریز کاله پورې به یې کچه دوه چنده لوړه شي. د کرنې وزارت وايي، سږکال د هرات، دایکنډي، بامیان، ننګرهار، بلخ او غزني په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې په څه باندې ۳۵ زره جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوي دي. د افغانستان د زعفرانو ډېره برخه بهر ته صادرېږي. د رستمي په وینا، په هېواد کې دننه د زعفرانو د خرڅلاو له درکه په کال کې لږترلږه ۳۵ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کېږي.