کرنې وزارت ویلي چې د تېر کال په پرتله د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، سږ کال تر دې دمه ۲۴ زره مټریک ټنه جلغوزي تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه ډېروالی ښیي. د هغه په خبره، کرنې وزارت په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو، په ځانګړې توګه په پکتیا او پکتیکا کې په ځنګلونو کې نوي نیالګي هم کېنولي او دا پروسه دوام لري.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، د هوایي دهلېزونو له لارې چین ته د یادې وچې مېوې صادرات روان دي او په نړیوال بازار کې یې هم ښه مارکېټ موندلی دی.
د یادونې ده چې جلغوزي د افغانستان د وچو مېوو له ډلې دي چې په نړیوالو بازارونو کې یې اوسمهال مارکېټ د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی.